د پکتیا ولایتي شورا: طالبانو له لویې لارې له بیولو کسانو ۷ تنه وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې پکتیا ولایت

د پکتیا ولایتي شورا وایي د مرکز ګردېز او ډنډ پټان ولسوالۍ په لویه لاره وسله‌والو طالبانو د تلاشیو پر مهال یو شمېر کسان له ځان سره بیولي چې له جملې یې اووه تنه وژل شوي دي.

د پکتیا ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو یاد کسان د کړکین په سیمه کې له موټرو ښکته کړي او وروسته‌یې وژلي دي.

یوې بلې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي ټول کسان د ملي اردو سرتېري دي چې کورونو ته په رخصتۍ روان و.

خو په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو عمومي قوماندان او مطبوعاتي ټیم تر اوسه د دې پېښې او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه رسمي نه‌ده تأیید کړې چې یاد کسان دې دوی له موټرو ښکته کړي او وژلي وي.