د سولې ولسي حرکت نن "چهارشنبه" په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته پرلت وهي.
د سولې ولسي حرکت په یو بیان کې ویلي، هدفیې دا دی چې دا سازمان په افغانستان کې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړي.
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسمالله وطندوست تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د کړکېچونو حل د ملګرو ملتونو له مسؤلیتونو څخه دی، خو دې سازمان له بده مرغه د افغانستان د کړکېچ په هواري کې تر اوسه هېڅ کار نهدی ترسره کړی.
بسمالله وطندوست وايي: "له دوی څخه غواړو چې ولې د روانو وژنو په اړه چپ پاتې دي. ایا د ملګرو ملتونو دنده یوازې د مړو شمېرل دي. ولې د سولې په پروسه کې ولس نهشته. موږ په همدې خاطر لاریون کوو او بیا د دوی د دفتر مخې ته د اعتراض په توګه کېنو."
د سولې ولسي حرکت تېر کال په هلمند کې له یوې خونړۍ حملې راهیسې پیل شو او له هغې راوروستهیې بېلابېلو ولایتونو او سیمو ته د سولې له پیغام سره سفرونه کړي چې د جګړې ښکېل لوري یې سولې او اوربند ته رابللي دي.