ایتالله محمد اصف محسني څوک و؟
د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر ایتالله اصف محسني د جهاد د دورې یو منځلاری رهبر، د شیعهګانو د تقلید مرجع او د افغانستان یو له مذهبي او جهادي شخصیتونو څخه و چې په ۱۳۱۴ لمریز کال کې په کندهار کې زېږېدلی.
نوموړي خپلې لومړنۍ زدهکړې په کندهار کې پیل کړې او وروسته په ۱۳۲۷ لمریز کال کې له خپل پلار سره پاکستان ته ولاړ او خپلو زدهکړو تهیې دوام ورکړ.
په ۱۳۳۲ کال کې د عراق نجف ښار ته ولاړ او هلتهیې د دوو کلونو لپاره خپلې دیني زدهکړې بشپړې کړې.
هغه له فقې سربېره د رجال، حدیث او اصولو په برخه کې زدهکړې وکړې او ایتالله درجې ته ورسېد.
ایتالله العظمي د جعفري فقې اړوند په مذهبي زدهکړو کې تر ټولو لوړه درجه ده چې ورڅخه برخمن روحاني د خپلو پیروانو لپاره د رسالې د اجتهاد او لیکلو حق لري.
ایتالله اصف محسني په فارسي، عربي، اردو او پښتو ژبو تسلط درلود.
له نوموړي ډېر علمي اثار پاتې دي، لکه څنګه چې یو تن دیني عالم سید مسلم اسدي وايي: "هغه په بېلابېلو علومو کې لوی اثار تألیف کړي، په ځانګړي ډول د اسلامي مذاهبو ترمنځ د تقریب په برخه کې ډېر اثار لري، نوموړي په افغانستان کې اسلامي ثقافت او اسلامي معارف رامنځته کړ."
ایتالله اصف محسني په ۱۳۵۷ کال کې د ثور د ۷مې له کودتا وروسته سوریې ته ولاړ او د حوزوي علومو په زدهکړو بوخت شو.
په ۱۳۵۷ لمریز کال کې یې د "حرکت اسلامي افغانستان" په نوم ګوند بنسټ کېښود چې له شیعه جهادي اړخونو شمېرل کېده او د پخواني شوروي د اشغال پر ضد جنګېده.
نوموړی د مجاهدینو له بریا وروسته د دولت شورا ویاند او رئیس وټاکل شو او د کورنۍ جګړې له پیل وروسته چې نوموړی یې مخالف و، اسلام اباد ته ولاړ.
جهادي مشر قاضي محمد امین وقاد شېخ اصف محسیني یو منځلاری شخصیت یاد کړ.
جهادي مشر قاضي محمد امین وقاد
ښاغلی وقاد وايي: "هغه په جهاد کې یو منځلاری، معتدل او د فکر او اندېشې خاوند و، خبرې یې اغېز درلود او تلیې د افغانستان په اړه ښه او مناسب دریځ غوره کاوه او د شخړې مخالف و او نورو تهیې هم توصیه کوله."
ایتالله اصف محسني په ۱۳۷۶ لمریز کال کې له پاکستان څخه ایران ته ولاړ او هلتهیې د فقې سربېره، د رجال علم او کلام علم تدریس پیل کړ او د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته بېرته کابل ته راستون شو.
نوموړی د سني او شیعه مذهبونو ترمنځ اختلاف ته د لمن وهلو مخالف و.
ایتالله اصف محسني په کابل کې د "خاتمالنبیین" په نوم د یوې لویې مدرسې بنسټ کېښود.
په کابل کې د "خاتمالنبیین" مدرسه
د دې ترڅنګ په افغانستان کې د "تمدن" په نوم یو ټلوېزیون جوړول چې اصلي هدفیې د اسلامي فرهنګ دودول ویل کېږي، د افغانستان د شیعه علماوو شورا او د افغانستان د اخوت اسلامي شورا جوړول د نوموړي له مهمو کارونو شمېرل کېږي.
ایتالله اصف محسني د څه باندې ۶۳ کتابونو مؤلف دی چې مذهبي، سیاسي او فقي برخو کې دي.
نوموړی د ۱۳۹۸ لمریز کال د اسد په ۱۴مه نېټه د ۸۴ کلنۍ په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
یو شمېر سیاسي او مذهبي شخصیتونه د ده مړینه لویه ضایعه یادوي.