د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د روسیې لهخوا د کریميا اشغال د سترو قدرتونو ترمنځ د زیاتېدونکي رقابت نتیجه وه.
روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په زور دا سیمه له اوکراینه جلا او د خپلې خاورې برخه اعلان کړه.
سټولټنبرګ نن د اګسټ په شپږمه، د نوي زیلند په ویکټوریا پوهنتون کې د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې دا خبرې کړې دي.
هغه ویلي چې ناټو تړون د سترو نړیوالو قدرتونو د رقابت، ترورېزم او انټرنټي امنیت په اړه له ستونزو سره مخامخ ده.
هغه په ځانګړي ډول چین او روسیه ډېر زور ځواکي بللي دي.
سټولټنبرګ ویلي چې مسکو خپل پوځي توان په بېساري ډول زیات کړی چې پر قانوني نظم فشار زیاتوي.
هغه د بېلګې په ډول د متوسطې کچې اټمي قوې [INF] د تړون د لغوه کېدو یادونه وکړه.
دا تړون د اګسټ په دوهمه نېټه لغو شو.