په غزني کې د هوایي برید پر مهال له چاودېدونکو موادو ډک موټر هدف ته تر رسېدو دمخه په نښه شوی او لهمنځه تللی دی.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو مخالفینو دغه موټر له خواجه عمري ولسوالۍ څخه د ځانمرګي برید په هدف د غزني پر لور لېږه چې برید ورباندې وشو.
ښاغلی نوري زیاتوي: "دښمن پلان درلود د چاودېدونکو موادو ډک موټر باندې د غزني په مرکز کې په دولتي تأسیساتو ترورېستي برید وکړي، خو موږ له نېکه مرغه د اوپراتیفي معلوماتو له مخې هدف ته تر رسېدو د خواجه عمري ولسوالۍ په برکات سیمه کې د هوایي ځواکونو لهخوا په نښه شو او لهمنځه ولاړ."
ښاغلي نوري زیاته کړه چې درېیو برید کوونکو په یوه جلا پېښه کې نیت درلود چې په ګېلان ولسوالۍ کې د سیمهییزو پاڅون کوونکو قوماندان د دې ولسوالۍ په بازار کې ووژني، خو هدف ته تر رسېدو دمخه وپېژندل شو او ووژل شو.
غزني د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه ګڼل کېږي.