په افغانستان کې د شیعه مذهبو یو با نفوذه روحاني مشر ایتالله محمد اصف محسني تېر ماښام په ۸۴ کلنۍ کې ومړ.
د نوموړي د کورنۍ غړو ته نږدې سرچینو دا خبره تأیید کړې ده.
ویل کېږي چې نوموړی له یوه کال راهیسې په یوې ناروغۍ اخته وو.
ښاغلي محسني د حرکت اسلامي افغانستان په نوم ګوند رامنځته کړ چې د هغه وخت د شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې په افغانستان کې جنګېده.
ښاغلی محسني په افغانستان کې د مجاهدینو د بریاوو وروسته د دولت لوړپوړی ویاند شو او د کورنیو جګړو تر پیل وروسته اسلاماباد ته ولاړ.
نوموړي د افغانستان د کورنیو جګړو په اړه چې د مجاهدینو د بېلابېلو ډلو ترمنځ ونښتې، رسماً خپل مخالفت اعلان کړ او په عین حال کې د سني او شیعه ترمنځ د اختلافاتو پلوی هم نهوو.