پوليسو په کندهار کې دوه نفوذي پوليس نيولي

د کندهار ښار

پوليسو په کندهار کې دوه نفوذي پوليس نيولي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي نن ازادي راډيو ته وويل چې يادو پوليسو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ځانونه د پوليسو په ليکو کې ثبت کړي وو او غوښتل يې چې په همدې ولسوالۍ کې داخلي بريد وکړي چې د پولیسو له خوا پېژندل شوي او نیول شوي دي.

بارکزي وویل چې د يادو کسانو ترڅنګ د ېوې اوونۍ په اوږدو کې درې نور وسله وال طالبان هم په کندهار ښار کې نيول شوي دي.

چارواکي داسې مهال په کندهار کې د دوو نفوذي پوليسو د کشف خبره کوي چې تېره ورځ د دې ولایت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې لسو نفوذي پوليسو خپل ۱۱ همکاران ووژل.