هند کشمیر ته نور سرتېري واستول او سېلانیانو ته یې د وتلو امر وکړ

هندي سرتېري

هند خپل کشمیر ته نور سرتېري واستول او زرګونو سېلانیانو ته یې امر وکړ چې له دې سیمې ووځي.

په همدې حال کې پاکستان د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه وغوښتل چې د کشمیر پر سر د اوږدې لانجې د حل کولو لپاره منځګړتوب وکړي.

د پاکستان پولیسو پرون وویل چې هندي ځواکونو د دوو کشمیرونو ترمنځ د کنټرول کرښې له هغې غاړې ګولۍ ویشتي چې له کبله یې د پاکستاني کشمیر د سرحدي کلیو په خلکو کې وېره او ترهه خپره شوې ده.

په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې پرون یکشنبه د صدراعظم عمران خان په مشرۍ په غونډه کې وویل چې هند په داسې حال کې په کشمیر کې د بې ثباتۍ د رامنځته کولو هڅه کوي چې پاکستان او نړیواله ټولنه د افغانستان د کړکېچ د حل کولو هلې ځلې کوي.