ولسمشر غني او د ناټو سفیرانو د انتخاباتو او سولې په اړه خبرې کړي

ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د ناټو د غړو هېوادونو له سفیرانو سره په کتنه کې د انتخاباتو او د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې چې پرون شنبه ماښام په ارګ کې وشوه، ښاغلي غني د ناټو سفیرانو ته د افغانستان د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په تیاریو او د سولې په پروسه کې د پرمختګونو په اړه څرګندونې وکړې.

ده د سولې د پروسې په اړه له امریکا سره د شویو بحثونو جزیات د ناټو له سفیرانو سره شریک کړل.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په افغانستان کې د ناټو د غړو هېوادونو سفیرانو د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ وکړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په اووم پړاو کې د خپلو خبرو جزیات تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر غني او نورو افغان خواوو سره شریک کړل او اوس په قطر کې له طالبانو سره په اتم پړاو خبرو بوخت دی.