افغان امنیتي چارواکي وايي چې د کندهار په میوند او د اروزګان په مرکز کې لږترلږه ۱۵ وسله وال طالبان په جلا جلا عملیاتو کې وژل شوي دي.
له کندهاره د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال قوماندان احمد صادق عیسی ازادي راډیو ته وویل چې په میوند ولسوالۍ کې ۸ وسله وال ژوبل شوي هم دي.