د امریکا د تکزاس ایالت د ایل پاسو ښار په یوه سوداګریز مرکز "شاپېنګ مال" کې یوه وسله وال کس پر خلکو ډزې کړي چې لږترلږه شل کسان یې وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د تکزاس چارواکو پرون وویل، یو ۲۱کلن کس یې چې د تکزاس اوسېدونکی دی، د والمارټ په نوم له ګڼې ګوڼې په یوه ډک پلورنځي کې پر خلکو د ډزو په تور نیولی دی.
چارواکو د ډزو صحنه بوږنوونکې بللې.
د ایل پاسو د پولیسو مشر ګریک الین وايي، بیان ته ورته یو لیک یې موندلی چې په کې د کډوالو ضد څرګندونې شوي او ګومان کېږي چې مشکوک کس انلاین خپور کړی.
د ایل پاسو ښار ۶۸۰ زره وګړي لري چې د تکزاس ایالت په لوېدیځ کې د مکسیکو پر پوله پروت دی او د هسپانوي ژبو امریکایانو یو لوی شمېر په دې ښار کې ژوند کوي.
د مکسیکو ولسمشر ویلي چې د دې هېواد لږترلږه درې وګړي په دې برید کې ټپیان شوي دي.