غني: د افغان ځواکونو په نشتوالي به سیمه او نړۍ له بحران سره مخ شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې نړیواله ټولنه د خپل امنیت او مصؤنیت لپاره نه شي کولی چې د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره همکاري کمه کړي.

د هغه په وینا، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ترورېزم سره په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او په نشتوالي کې به یې سیمه او نړۍ له بحران سره مخامخ شي.

اشرف غني پرون د اګست په درېیمه په کابل کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر افسرانو ته وویل چې د نړیوالې ټولنې د مرستو او ملاتړ په برخه کې دې هېڅ اندېښنه نه کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله، د جون له اوومې تر دیارلسمې نېټې د افغانستان د امنیتی ځواکونو ۶۷ غړي وژل شوي وو.

په حکومت کې فساد او کمزورې اداره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي اساسي دلیل بلل کېږي.