پرون د سوریې د حکومت او د هغوی د متحدینو ۳۱ عسکر وژل شوي

ارشیف، د سوریې یو انځور

په حمص کې د سوریې د پوځ په ستره هوايي اډه شعیرات کې د چاودنې له امله پرون د اګست په درېیمه د سوریې د حکومت او د هغوی د متحدینو ۳۱ عسکر وژل شوي دي.

دا خبر په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی، خپور کړی دی.

د دې ادارې په وینا، شعیرات په مرکزي سوریه کې د رژیم تر ټولو مهه پوځي اډه ده.

دا نه ده څرګنده چې چاودنه ولې شوې ده، خو د سوریې دولتي خبري اژانس ویلي چې د زړو چاودېدونکو موادو د انتقال په وخت کې تخنیکي تېروتنه شوې ده.

د سوریې د دولتي خبري اژانس په رپوټ کې د چاودنې له امله د تلفاتو شمېر نه دی څرګند شوی.