امریکا په اسیا کې د منځني واټن ویشتونکي توغندي ځای پرځای کوي

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وایي، واشنګټن غواړي چې په نږدې راتلونکي کې په اسیا کې د منځني واټن ویشتونکي نوي توغندي ځای پرځای کړي.

د ښاغلي اسپر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې امریکا او روسیه په رسمي ډول د (آی. اېن. اېف) یا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول له تړونه ووتل.

د اټمي وسلې د کنټرول هغه تړون یو دېرش کاله دمخه د امریکا او روسیې د هغه مهال ولسمشرانو لاسلیک کړی و.

د امریکا دفاع وزیر چې نن یې په استرالیا کې خبري کولې، دا ونه ویل چې د امریکا متحده ایالات به د اسیا په کوم ځای کې دا نوي توغندي ځای پر ځای کړي.

مارک اسپر خبریالانو ته وویل چې ترجیح ورکوي دا کار په څو میاشتو کې وشي.

د (آی. اېن. اېف) تړون د لغوه کېدو منتقدین وایي، دا کار ښایي د روسیې او امریکا ترمنځ د وسله والې سیالۍ سبب شي.