افغان امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار او دایکنډي ولایتونو کې پنځه دېرش وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند احمد صادق عیسی ازادي راډیو ته وویل چې د دایکنډي په ګجران ولسوالۍ کې د ګډو تصفیوي عملیاتو پر مهال ۱۲ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د ښاغلي عیسی په خبره، د کندهار په پنجوایي کې هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یوه سرګروپ په ګډون دیارلسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وویل: د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ پلي لوا قوماندانۍ او د ملي پولیسو او ملي امنیت په ګډو تصفیوي عملیاتو کې ۹ وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ ټپیان دي، په وژل شویو کې د خاکسار په نوم د طالبانو یو سرګروپ هم شامل دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.