په کابل کې د جنګلک درې سوه بستريز دولتي روغتون چارواکي وايي چې دوی په کال کې نږدې د دوو زرو معتادينو درمنله کوي.
هغه معتادين چې دې روغتون ته د درملنې لپاره ورځي، په خپله خوښه علاج ته غاړه ږدي.
دا چې د جنګلک روغتون د درملنې کومې اسانتياوي لري او په کومو لارو چارو د معتادينو درمنله کوي، په دې اړه فريد حليمي د دې روغتون له يوه ډاکتر فضل الرحيم افضلي سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلی چې دا روغتون د معتادينو لپاره څه ډول اسانتياوي لري؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
له ښاغلي افضلي سره مرکه