د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر بند شوی دی.
د دې وزارت ویاند سید عبدالباسط انصاري پرون جمعه د اګست په دوهمه ، ازادي راډیو ته وویل چې د ایران، پاکستان، افغانستان او ملګرو ملتونو د پرېکړې پر اساس، ایران او پاکستان په جبر د افغان کډوالو له ستنولو لاس اخیستی دی.
سید عبدالباسط انصاري: د جون د میاشتې له اتلسمې، نولسمې او شلمې راهیسې له ایران او پاکستانه هېڅ افغان کډوال په جبري ډول نه دی ایستل شوی.
د افغانستان حکومت وايي چې یو اعشاریه څلور میلیون افغانان په پاکستان او لږترلږه درې میلیونه افغانان په ایران کې اوسېږي.