د سولې ولسي حرکت نن د کابل په قره باغ کې غونډه کوي

د سولې د ولسي حرکت غړي

په افغانستان کې د سولې د ولسي حرکت غړي به نن شنبه د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې غونډه وکړي.

د دې حرکت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په قره باغ کې به د سولې، اوربند او د ملکي تلفاتو پر مخنیوي خبرې وشي.

د سولې د ولسي حرکت غړي وايي چې د افغانستان هر ګوډ ته د سولې د غږ رسولو او د ملاتړ راغونډولو هڅې کوي.

هغوی څو اوونۍ وړاندې په هلمند کې هغو سیمو ته هم ورغلي وو چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي او د هغوی د سیمه یېزو قوماندانانو سره یې د سولې او اوربند په اړه خبرې وکړې.

د سولې ولسي حرکت تېر کال له هلمنده پیل شو.