په مرکزي مکسیکو کې لږترلږه ۳ زره کورنۍ بېځایه شوي

په مرکزي مکسیکو کې پرون جمعه لږترلږه درې زره کورنۍ د ګاز د خپرېدو له امله بېځایه شوي.

د رپوټونو پر اساس، یو شمېر مشکوکو غلو د طبیعي ګازو یوه نل لیکه څو ځایه شلولې ده.

د مکسیکو په مرکزي مکسیکو ولایت کې چارواکو رسنیو ته ویلي چې خلک یې د مصؤن پاتې کېدو لپاره له سیمې ایستلي او په موقتي استوګن ځایونو کې یې ځای پرځای کړي دي.

دا تخریب شوې نل لیکه د تېلو د انتقال لپاره هم استعمالېږي او په مکسیکو کې د تېلو او ګازو د انتقال مرکزي نل لیکه ده.

داسې انګېرل کېږي چې غلو د تېلو د غلا لپاره دا نل لیکه تخریب کړې او شلولې ده.

د جرمني د خبري اژانس په حواله تر ۵۰۰ زیات پولیس، عسکر او د بېړنیو حالاتو مامورین سیمې ته استول شوي چې له ګازه یې پاکه کړي او له نل لیکي د ګاز د وتلو مخنیوی وکړي.