سعودي عربستان د ښځو د ازادۍ په تړاو نوي قوانین تصویب کړي

په سعودي عربستان کې یوه مېرمنه د موټر چلونې په حال کې

سعودي عربستان نوي قوانین تصویب کړل چې له محرمه پرته د ښځو د سفر یا تګ راتګ په شمول مېرمنو ته نورې ازادۍ تضمینوي.

دا اصلاحات د سعودي عربستان په رسمي جریده کې نن جمعه خپاره شوي.

د دغو اصلاحاتو پر اساس، بې محرمه له کوره د ښځو د وتلو لانجمنه پالېسي پای ته رسېږي.

دا نوي قوانین همداراز ښځو ته د واده، طلاق، د ماشوم د زېږوکړې د ثبت حق ورکوي.

ډېرو ښځو د دغو بدلونونو هرکلی کړی خو ځینې پرې انتقاد لري.