دفاع وزارت : د لوګر په څرخ کې ۲۵ افغان او بهرني وسله وال وژل شوي

Afghanistan: Logar Province Capital Pul alam 2016.8.7 د لوګر مرکز پل علم

د افغانستان دفاع وزارت وايي، لږترلږه ۲۵ افغان او بهرني وسله وال یې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې وژلي دي.

د دفاع وزارت ویندوی روح الله احمدزي نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، دا کسان په هغو عملیاتو کې ووژل شول چې د ملي امنیت د ریاست ځواکونو تېره شپه وکړل.

ده وویل: په دې عملیاتو کې د طالبانو په ګډون د چین او چیچنیا ۲۵ ترهګر وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي، همداراز ۶ تنه ژوندي نیول شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی همداراز وايي، د دفاع وزارت هوايي ځواک تېره شپه د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د طالبانو پر مورچو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ۱۳ یاغیان ووزل شول.