چارواکي: په دایکنډي کې د پولیسو پر پوسته په برید ۱۰ تنه وژل شوي

د دایکنډي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د پولیسو پر پوسته د طالبانو په برید کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د دایکنډي والي انور رحمتي وايي چې په دې برید کې چې نن جمعه په پاټو ولسوالۍ کې وشو، ۱۵ نور پولیس ژوبل شوي دي.

ده وویل چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي د حملې مسؤلیت منلی، خو نور جزیات یې څرګند کړي نه دي.