راپورنه: امریکا چمتو ده چې په افغانستان کې د سرتېرو شمېر کم کړي

ارشیف، په کندهار کې د امریکایي سرتېرو یو انځور

د امریکا متحده ایالات چمتو دي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په شمېر کې د پام وړ کمی راولي.

امریکايي رسنیو په دې اړه د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د واشنګټن دا اقدام به د دې سبب شي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې مستقیمې خبرې پیل کړي.

واشنګټن پوسټ، سي این این ټلویزیون او د جرمني خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د یو احتمالي توافق له مخې به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۴۰۰۰ څخه نهو زرو یا اتو زرو ته راکم شي.

تر دې مهاله وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره خبرې رد کړي، د لوېدیځ ګوډاګی حکومت یې بولي.

افغان حکومت بیا وسله وال طالبان د پاکستاني استخباراتو نیابتي ملېشې ګڼي چې په وینا یې افغانستان کې د پاکستان د ګټو لپاره جنګېږي.

سي این این ټلویزیون په خپل راپور کې ویلي چې د سولې د توافق په نورو تدابیرو کې په افغانستان د امریکا په سفارت او نورو ادارو کې د امریکايي پرسونل د کمولو اقدامات هم شامل وي.

طالبانو او امریکا دواړو په تېرو پړاوونو کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې او اوس زلمی خلیلزاد هیله ښودلې چې که طالبانو خپل کارونه بشپړ کړې وي، نو تمه ده چې په دې پړاو خبرو کې به یوه هوکړه نهايي شي.