الکسي ناوالني د روسیې د تحقیقاتي ادارې پر وړاندې رسمي شکایت ثبت کړ

د روسیې د حکومت مخالف مشر الکسي ناوالني

د روسیې د حکومت مخالف مشر الکسي ناوالني د روسیې د تحقیقاتي ادارې پر وړاندې رسمي شکایت ثبت کړی چې ولې ورته د هغه حساسيت په اړه هېڅ توضیحات ورنه کړل شول چې دی په زندان کې ورباندې اخته شو او په نتيجه کې يې دی په روغتون کې بستر شو.

ده تور پورې کړی چې په زندان کې ورته زهرجن کېمياوي مواد ورکړل شوي وو.

ناوالني په مسکو کې پرته له اجازې د لاریون کولو په تور په یوه مياشت بند محکوم شوی او په زندان کې و چې ناببره يې پر بدن تڼاکې راپورته شوې.

ډاکترانو ویلي وو چې ده له کوم څه سره حساسیت کړی خو په دې اړه ورته هېڅ توضیحات نه وو ورکړل شوي.

پلټونکو تر اوسه نه ده تاييد کړې چې ایا د ناوالني رسمي شکایت یې تر لاسه کړی او که نه.

ناوالني د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتین له سياسي مخالفانو یو دی او په خپل هېواد کې يې پر لوړپوړو چارواکو د اداري فساد تورونه پورې کړي دي.