د هلمند چارواکي د ۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

په هلمند کې افغان ځواکونه

د هلمند چارواکي د دې ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر په یوې اعلامیې کې راغلي چې دا پېښه داسې مهال شوې چې وسله والو طالبانو د نهرسراج ولسوالۍ اړوند حصه منار دښتې په یوې کمربندي سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د ډله ییز برید نیت درلود چې د کشفي معلوماتو پر اساس، دا پلان افشا او پولیس په کمین کې شول.

په اعلامیې کې راغلي چې په دې پېښه کې درې نور طالبان ټپیان شوي او د دوو مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

د هلمند امنیه قومانداني وایي چې په دې پېښه کې پولیسو ته زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.