چارواکي: په بلخ کې ۹ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي

ارشیف، په بلخ کې د افغان ځواکونو یو انځور

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، په بلخ ولایت کې یې ۹ وسله وال وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.

د دې قول اردو له خوا نن سهار په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ادعا شوې چې د بلخ په چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې په هوايي بریدونو او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي.

د خبرپاڼې په وینا، دا عملیات چې تېر ماښام شوي، په کې د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان قاري مهدي هم شامل دی.

د افغانستان ملي اردو په دې خبرپاڼه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.