د امریکا سنا کیلي کرافټ په ملګرو ملتونو کې د سفیرې په توګه ومنله

کیلي کرافټ

د امریکا د متحده ایالتونو سنا کیلي کرافټ په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد د نوې سفیرې په توګه تأیید کړه.

مېرمن کرافټ پر دې څوکۍ د ټاکلو لپاره د امریکايي سناتورانو د ۳۴ منفي رأیو په وړاندې ۵۶ مثبتې رأیې خپلې کړې.

یو شمېر ډموکراتان په دې باور دي چې مېرمن کرافټ کافي سیاسي تجربه نه لري، ځکه خو په ملګرو ملتونو کې د سفیرې په توګه د نوموړې له ټاکل کېدو سره مخالف دي.

مېرمن کرافټ چې تر دې مخکې یې په کاناډا کې د امریکا د سفیرې په توګه دنده ترسره کوله، د ولسمشر ټرمپ له متحدانو څخه ده.

نوموړې ۵۶ کاله عمر لري او د نیکي هېلي پر څوکۍ تأیید شوه.

هیلي د تېر کال په ډېسمبر میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.