په ننګرهار کې ډاکترانو او د درملو عمده پلورونکو اعتصاب کړی

د افغانستان په عمومي نقشه کې ننګرهار ولایت

په ننګرهار کې ډاکترانو او د درملو عمده پلورونکو د ناامنیو له امله د کار نه‌کولو اعتصاب کړی دی.

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه اعتصاب تېره ورځ پيل شوی دی.

حاجي اغا زیاتوي: "د اعتصاب لامل نا امني ده، دوی غوښتنه کوي چې زموږ امنیت دې خوندي شي، د دواګانو دوه درې عمده فروشيو ته ماینونه ایښودل شوي."

دا لومړی ځل نه‌دی چې په ننګرهار کې یو شمېر ډاکتران او د درملو عمده پلورونکي د کار نه‌کولو اعتصاب کوي، بلکې له دې مخکې هم د ځینو لاملونو له امله ورته اعتصابونه شوي دي.

ښاغلی حاجي اغا وايي، په دې کار کې سره له دې چې ډېر زیان‌یې ناروغانو او ناروغ لرونکو ته دی، خو اقتصادي زیان‌یې درمل پلورونکو او هغه سوداګرو ته هم رسېږي چې درمل راواردوي.