د افغانستان ملي اردو وايي، په غزني او پکتیا کې یې په جلا جلا پېښو کې ۵۸ وسلهوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل: "افغان هوايي ځواکونو د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د لویې لارې او سدوزیو په سیمو کې پر وسلهوالو طالبانو هوايي بریدونه کړي چې پهکې ۱۸ وسلهوال وژل شوي او پنځه تنهیې ټپیان شوي."
په همدې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو سرتېرو د غزني د دهیک ولسوالۍ په تاسنګ پوستې د وسلهوالو ډلهییز برید په شا تنبولی چې پنځه تنه وسلهوالیې وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د غزني په اندړ ولسوالۍ کې هم په یوه نښته کې د پنځه وسلهوالو او د دې ولایت د خوګیاڼیو په ولسوالۍ کې د ۴ وسلهوالو د وژلو ادعا کړې ده او وايي نهه تنه نور یې ژوبل کړي دي.
د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر زیاتوي چې د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ کې له طالبانو سره په یوه نښته کې درې طالب وسلهوال وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼې په دې پېښو کې حکومتي لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نهدي ویلي.
وسلهوالو طالبانو په مشخصه توګه د افغان ځواکونو د دې ادعاوو په اړه تبصره نهده کړې.