افغان چارواکي وايي د کندهار-هرات په لویه لار په یوه مسافر وړونکي بس د ماین چاودنې نن سهار ۳۴ کسان وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله فېسبوک پاڼه باندې دا خبره لیکلې ده.
صدیقي زیاته کړې چې د ښځو او ماشومانو په شمول د دې پېښې ټول قربانیان عام وګړي دي.
هغه طالبان تورن کړي چې د ماین په دې چاودنې سرهیې عام خلک وژلي.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب محب ازادي راډیو ته ویلي چې د ماین چاودنه د دغه ولایت په اب خرما سیمه کې سهار اته بجې په یوه بس موټر شوې چې مسافرینیې له هراته د کندهار په خوا روان و.
کومې وسلهوالې ډلې سمدستي د پېښې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی او نه هم طالبانو د حکومت په خبرو کوم غبرګون ښودلی.
له دې مخکې د دولت ضد وسلهوالو ډلو د افغان پوځیانو د هدف ګرځولو لپاره په لویو لارو کې ماینونه کېنولي چې بیا یې په چاودنو کې اکثر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.