د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ ولسوال نقیب الله دقیق ویلي چې وسله والو طالبانو بېګا شپه د سیمه ییزو پولیسو پر یوه مرکز له درېیو خواوو حمله کړې وه.
دقیق نن د جولای په دېرشمه د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په حمله کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه زخمیان شوي دي.
د سانچارک ولسوال ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو دوه سرګروپان هم شامل دي.
د نقیب الله دقیق په وینا، په حمله کې دوه پاڅونکوونکي زخمیان شوي دي.
وسله والو طالبانو غبرګون نه دی څرګند کړی.