د پاکستان په سند کې بارانونو ۱۶ کسان وژلي

ارشیف

د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ او د دې صوبې په نورو سیمو کې بارانونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان په ستر تجارتي ښار کراچۍ او د سيند صوبې د حېدر اباد ترڅنګ په ساحلي سیمو کې له پرون راهیسې باران ورېږي چې د تېز باران او د برق د شارټي له مله په کراچۍ ښار کې ۱۰ او د سند صوبې په نورو سیمو کې ۶ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ د کراچۍ ښار د چارواکو په حواله وايي، په کراچۍ کې د ۲ ماشومانو په ګډون د ۱۰ کسانو د مړينې پېښې په ملير، پاپوش، ګلستان جوهر او ډيفنس کې رامنځته شوي دي.

د کراچۍ ښار د جناح روغتون یوې چارواکې ډاکتر سیمي جلالي رسنیو ته ویلي چې په کراچۍ کې ډېری کسان د برقي تارونو د شارټ له امله مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په سند کې د بارانونو له امله د کراچۍ په ګډون د سند په ډېرو سیمو کې د برق نظام ګډوډ شوی او همداشان د ښار په ډېری سیمو کې مکتبونه هم رخصت دي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې هر کال په همدې میاشتو کې شدید بارانونه کېږي چې له امله یې په ګڼو سیمو کې سېلابونه راوځي او ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زیان اړوي.