په کندهار کې پرون دوه امریکايي عسکر وژل شوي

امریکایي ځواکونه په کندهار کې

په کندهار کې پرون دوه امریکايي عسکر وژل شوي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د دغو عسکرو د وژل کېدو تأیید کړی، خو نور جزیات یې نه دي روښانه کړي.

د خبر له مخې، پر دغو امریکايي عسکرو بریدګر چې ویل کېږي افغان سرتېری و، په ځوابي ډزو کې ټپی او نیول شوی دی.

دا امریکايي عسکر داسې وخت وژل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون ویلي وو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا د ۲۰۲۰ کال تر انتخاباتو مخکې له افغانستانه د بهرنیو محاربو ځواکونو کمښت غواړي.

هغه د واشنګټن په اقتصادي کلب کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به خپل سرتېري کموي که څنګه، وویل: دا ماته د امریکا متحده ایالتونو د جمهور رئیس له خوا یو امر دی، هغه (ډونالد ټرمپ) واضح کړې چې د بې پایه جګړو ختمېدل او د عسکرو کمښت غواړي، دا به یوازې موږ نه یوو چې هلته مو خدمت کړی په دې پوه شئ چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت کې له اروپا او پاتې نړۍ بېلابېل هېوادونه شته، موږ له ټولو سره مرسته کوو چې په سیمه کې د محاربو پوځیانو ضرورت کم شي.

امریکا په افغانستان کې څوارلس زره سرتېري لري چې تر ډېره د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د نورو بهرنیو ځواکونو سره په ګډه د افغان پوځیانو په روزنه او ملاتړ بوخت دي.