الکسي ناوالني: ښايي د مظاهرو پرمهال په زهرو مسموم شوی وم

د روسیې د حکومت سیاسي مخالف الکسي ناوالني

د روسیې د حکومت سیاسي مخالف الکسي ناوالني ویلي ښايي په مسکو کې د کرملین ضد مظاهرو پر مهال دی په زهرو مسموم شوی و.

هغه دا خبره پرون دوشنبه په یوه بیان کې کړې ده.

ناوالني چې د غیر مجاز لاریون د پیلولو په خاطر له تېرې اوونۍ په بند کې دی، پرون یې له روغتونه خپل عکس هم خپور کړی چې مخ یې خاصتاً د سترګو په ساحه کې پړسېدلی ښکاري.

د ناوالني معالجې اناستیسیا واسیلویا ویلي چې ساتونکو ناوالني بېرته زندان ته بیولی دی.

د روسیې د حکومت د دغه سیاسي مخالف مدافع وکیلې اولګا میخایلووا د روغتون مخې ته په خبرو کې په ټينګار ویلي چې ناوالني په یو ډول ناپېژاندې کېمياوي مادې مسموم شوی و.

الکسي ناوالني د روسیې د حکومت مخالف دی چې تل یې په ځانګړې توګه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ضد غږ پورته کړی دی.

د روسیې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.