په کاپیسا کې د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه پولیس وژل شوي او یو زخمي شوی دی.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د رسنیو مسؤل عبدالشایق شورش نن د جولای په نهه ویشتمه د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کاپيسا مرکز ته نږدې د نواباد پر پوسته حمله کړې وه.