یوناما له نوماندانو غوښتي چې له اصولو سره سم کمپاین وکړي

د یوناما نښان

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره له ټولو کاندیدانو او د هغوی له پلویانو غوښتنه کړې چې د ټاکنو د قانون او د هغو اصولو سره سم چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ټاکلي، کمپاین وکړي.

د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین پرون رسماً پیل شو او سپټمبر په ۲۵مه به پای ته ورسېږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه کېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر نن سهار په یوه اعلامیه کې ویلي چې رسنۍ د انتخاباتو په تړاو ډېر مهم رول لوبوي او د جمهور رئیس محمد اشرف غني فرمان ته په اشاره ویل شوي چې ټول دولتي کارکوونکي باید په انتخاباتي چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت د دواړو مشرانو په ګډون ۱۸ تنه جمهوري ریاست ته کاندیدان دي.