د روسیې د اپوزيسیون پېژندل شوی مشر نوالني روغتون ته لېږدول شوی

د روسیې د حکومت د اپوزيسیون پېژندل شوی مشر الکسي نوالني

د روسیې د حکومت د اپوزيسیون پېژندل شوی مشر الکسي نوالني نن د جولای په نهه ویشتمه په بېړني ډول روغتون ته ولېږدول شو.

نوالني د مسکو له یوه توقیف ځایه روغتون ته لېږدول شوی دی.

د هغه د ناروغۍ د علت په اړه رسماً څه نه دي ویل شوي.

خو د مسکو د هغه روغتون چې نوالني ور وستل شوی، یوه ډاکتر الدار کزاخمیدوف د روسیې خبري اژانس انټرفکس ته ویلي چې د نوالني ناروغي عمومي الرژي (حساسیت) ده، خو دا چې له څه شي سره یې حساسیت پیدا کړی، نه ده څرګنده.

د روغتون یو شمېر کارکوونکو چې نومونه یې نه دي څرګند شوي، فرانس پرېس ته ویلي چې د الکسي نوالني روغتیايي حالت ښه دی او د بدن د حرارت درجه یې ۳۶ اعشاریه ۶ درجې ده.

خو د الکسي نوالني معالجې ډاکترې انستاسیا واسلیوا اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي الکسي نوالني په نا څرګندو کېمیاوي موادو مسموم شوی وي.

هغې پرون پر فېسبوک لیکلي وو چې چارواکو اجازه نه ده ورکړې چې الکسي نوالني معاینه کړي او دې یوازې د دروازې له درزه نوالني لیدلی دی.