د امریکا په کلیفورنیا کې د خوړو په یوه فیستوال کې د یوه تن له لوري په ډزو لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.
ځایي پولیسو ویلي چې حمله کوونکی د پولیسو په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
د ګیلروي ګارلیک فیستیوال پرون وروستۍ ورځ وه.
د ګیلروي د ښار د پولیسو مشر سکوټ سمیت خبریالانو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو په یوه دقیقه کې د وسله وال وګړي پر ضد عملیات پېل کړل.
یوه عیني شاهد د امریکا "ان بي سي" ټلویزیون ته ویلي چې حمله یوه سپین پوستي سړي کړې چې تقریباً دېرش کلن دی.
د کلیفورنیا د ګېلروي ښارګوټي د پولیسو مشر ویلي چې ممکن بل حمله کوونکی هم وي چې پولیس یې د موندلو هڅې کوي.