ډونالد ټرمپ د امریکا د ملي استخباراتو رئیس تبدیل کړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر د خپل هېواد د ملي استخباراتو رئیس تبدیل کړ.

د روسیې د ګواښونو په اړه د ډان کوټس ارزونې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له ارزونو سره عموماً په تضاد کې وې.

ولسمشر ټرمپ په یوه ټوېټري پیغام کې پرون ولیکل، د کانګرس د استازو جرګې د تکزاس استازی جان راټکلیف یې د ملي استخباراتو د نوي رئیس په توګه وړاندیز کړی دی.

د امریکا د ملي استخباراتو اداره د متحدو ایالتونو د ۱۷ استخباراتي ادارو د فعالیتونه د څارنې او همږغۍ دنده لري.