عراقچي: تهران پلان لري چې د اراک د درنو اوبو ریکټور بیا فعال کړي

د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان رئیس عباس عراقچي

د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان رئیس عباس عراقچي وایي چې تهران پلان لري څو د اراک د درنو اوبو ریکټور بېرته فعاله کړي.

له تهران سره د نړۍ د اټمي قدرتونو د ۲۰۱۵ کال د تړون په اساس ایران له دې کاره منعه شوی دی.

د ایران ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی چې ښاغلي صالح د اراک د بیا فعالولو خبره پرون د ایران د پارلمان له غړو سره په لیدنه کې کړې ده.

درنې اوبه د پلوتونیم د تولید په ریکټورونو کې کارول کېږي چې بیا په خپل وار د اټمي وسلو په جوړولو کې ګټور تمامېږي.

د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، ښاغلي صالح همداراز ویلي چې هېواد یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې ټول ټال ۲۴ زره کیلوګرامه یورانیم بډایه کړي دي.

ایران اجازه درلوده چې د کال یوازې درې سوه کیلوګرامه یورانیم بډایه کړي، هغه هم د نړیوالو له خوا په ټاکلې اندازه.