په سوډان کې د حاکم لوري او د مخالفینو ترمنځ یې نن خبرې کېږي

د سوډان د لاریونوالو یو انځور

تمه ده چې په سوډان کې نن د مخالفینو او واکمن جنرالانو ترمنځ د لانجې د هواري لپاره خبرې له سره پیل شي.

دا خبره یوه منځګړي پرون داسې وخت وکړه چې لسګونه کسانو په پلازمېنه خرطوم کې مظاهرې وکړې او د جون میاشتې د هغو بریدونو بې پرې پلټنه یې وغوښته چې په معترضینو شوي وو.

مظاهره چیانو او واکمن لوري د واک د وېش یوه موافقه لاسلیک کړې چې هدف یې د یوه ملکي او پوځي حکومت رامنځته کول دي.

عمر البشیر چې په سوډان کې له درې لسیزو واک چلاوه، سږکال د اپرېل د مظاهرو په نتیجه کې له واکه لېرې شو، خو تر هغه وروسته واک پوځي شورا په غاړه واخیست.

پولیسو پرون هم د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه کار اخیستی او لا یې خلک غوصه کړي دي.

د جون په میاشت کې هغو بریدونو چې ویل کېږي د پوځي شورا د رهبرۍ له خوا تنظیم شوي وو، لسګونه مظاهره چیان وژل شوي وو.