د مسکو پولیسو له ۱۳۰۰ زیات مظاهره کوونکي نیولي

د روسیې پولیس د یوه لاریونوال د نیولو په حال کې

د مسکو پولیسو تر ۱۳۰۰ زیات کسان په دې خاطر ونیول چې د پلازمېنې د ښاروالۍ د انتخاباتو لپاره په تیاریو کې د سرغړونو خلاف یې اعتراض کړی و.

د نیول شویو کسانو شمېر (اووي ډي اینفو) خپلواکې ادارې اعلان کړ.

دا اداره د نیول شویو مظاهره چیانو شمېر څاري.

دا مظاهرې د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د اپوزیسیون د غړو د نومونو له ثبتولو د روسي چارواکو د انکار په غبرګون کې شوي دي.

بلواضد پولیسو چې برقي ډنډې یې په لاسونو کې وې، دا کسان پرون د مسکو د ښاروالۍ مخې ته په غونډه کې ونیول.