بین الافغاني خبرې به د امریکا او طالبانو د موافقو له نهایۍ وروسته وي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو سره به بین الافغاني خبرې وروسته له هغې د یو جامع او ملي مرکچي پلاوي له خوا پیل شي چې امریکا له دې ډلې سره خپل توافقات نهايي کړي.

نوموړي وروسته له هغې پر ټوېټر دا څرګندونې کړي چې افغان چارواکو وویل، راتلونکو دوو اوونیو کې له طالبانو سره د دوی مخامخ خبرې پیلېږي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر سلام رحیمي د شنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي وو، تر راتلونکو دوو اوونیو به د یوه مرکچي پلاوي تشکیل او د سفر چارې بشپړې شي.

ده وویل: د سولې د تیاریو لپاره له ټولو اړوند خواوو سره کار کوو او هیله ده چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به په یوه اروپايي پایتخت کې د خبرو اترو لومړنۍ جلسه دایره شي.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنکټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه پر خپل ټوېټر لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافقاتو له نهايي کېدو وروسته چې کومې بین االافغاني خبرې کېږي، هغه به د طالبانو او د یوه جامع ملي مرکچي پلاوي ترمنځ وي چې په کې د حکومت لوړپوړي چارواکي، د مهمو سیاسي ګوندونو استازي او د مدنې ټولنې او ښځو استازي برخه ولري.