په غزني کې بمي چاودنې څلورو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د غزني د ملکي شفاخانې چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د بمي جاودنې له امله د دوی روغتون ته څلور قرباني شوي کسان وروړل شوي دي.
د شفاخانې رئیس باز محمد همت د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، د چاودنې له ځایه دوه تنه مړي او دوه تنه ټپیان وروړل شوي دي.
بازمحمد همت زیاته کړه: دغه ټول ملکیان دي.
چاودنه نن سهار اته نیمې بجې د غزني ښار ته څېرمه د کابل کندهار پر لویه لاره د کابل هډې ترڅنګ رامنځته شوه.
تر اوسه پورې کومې ډلې د چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
--