د راډیويي مجلې دا ګڼه مو یو ځل بیا په یو شمېر هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:
د غزني د تاریخي ابدو په اړه حبیب الرحمان تاثیر راپور برابر کړی.
په هنر جاج کې د بېرغ په تاریخ او ارښت خبرې کوو.
فنکار برخه کې د ارواښاد فرید باراني په فن غږیږو.
په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (تالاشي) واوروئ.
په ادب جام کې د نورستان په څیم کې د موسیقۍ په اړه راپور لرو.
او په وریښمین خیال کې به د یوې جګړه ځپلې سیمې د شاعر ساندې واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5