ولایتي شورا: دولت دې په غزني کې د موټربم بریدونو مخینوی وکړي

د غزني یو انځور

د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تېرو څه کم دوو میاشتو په جریان کې څلور موټربم بمي بریدونه شوي چې درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

دولتي چارواکي په دغو بریدونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ د ډېری ولسي وګړو چې ښځې او ماشومان هم په کې برخه لري، د ور اوښتې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

خو د ولایتي شورا غړي یې په مخنیوي کې دولت پړ، ناتوانه او بې غوره ګڼي.

دوی وايي، دولت او د دولت کشفي او استخباراتي ادارې یې مخنیوی د ځان مسؤلیت نه ګني او غواړي چې د دا ډول بریدونو مخه دې ونیول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ هم د دغه ولایت په اب بند ولسوالۍ کې موټربم بمي چاودنې تر شلو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.

دوی په غزني کې د امنیتي اورګانونو ترمنځ نه همغږي د دغو چاودنو او بریدونو سبب ګڼي.

اخوا د غزني والي وحیدالله کلیمزي بیا ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي او کشفي ادارو خپل فعالیتونه زیات کړي او مخنیوی به یې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني محلي ادارې د تېرې پنجشنبې په ورځ د غزني قره باغ ولسوالۍ په لیلیزو سیمه کې د هاموی ټانک او تر دې دوه ورځې وړاندې د غزني ګیرو ولسوالۍ په مزار سیمه کې د مازدا موټر چې دواړه له چاودېدونکو توکو ډک وو، په هوايي بریدونو کې د له منځه وړلو خبر ورکړی و.