د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په دولتي دفترونو کې مامورینې او مراجعینې ښځې د یو شمېر نارینهوو له لوري ځورول کېږي.
د دې وزارت ویاندې رویا دادرس پرون ازادي راډیو ته وویل چې ډېرې ښځې دولتي ادارو ته د خپلو ستونزو د حل لپاره له ورتګه او حتی له کار کولو وېره لري.
رویا داد رس وایي: د ښځو ځورول یوازې دا نه دي چې څوک یوې ښځې ته لاس ور واچوي، یا سپکه خبره ورته وکړي، ښځو ته په بده سترګه کتل هم د هغوی د رواني ازار سبب کېږي او هغوی کار نه شي کولای، دا ستونزه په دولتي ادارو کې شته.
رویا دادرس وویل چې په یوه کال کې یې یوازې په کابل کې له دولتي ادارو د ښځو د ځورونې او جنسي زبردستۍ څلوېښت دوسیې جوړې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر پرون د جولاي په اووه ویشتمه په دولتي ادارو کې له ښځو سره د جنسي زور زیاتي او زبردستۍ په اړه د تحقیق د ځانګړي سکرتریت د جوړېدو حکم وکړ.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ځانګړی سکرتریت د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون په چوکاټ کې جوړېږي او په درېیو میاشتو کې به د ښځو د جنسي ځورونې ټولې ادعاوې څېړي او رپوټ به یې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له لارې ولسمشر ته ور واستوي.