د پکتیکا چارواکي د ۴۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

د پکتیکا ولایت یو انځور

د پکتیکا چارواکي د ۴۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

د پکتیکا د والي ویاند زیار خان یاد ازادي راډیو ته ویلي چې تېر مازیګر په جاني خېلو ولسوالۍ کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې په ځوابي برید کې وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.

د نوموړي په خبره، په وژل شویو وسله والو طالبانو کې د هغوی درې قوماندانان هم شامل دي.

ده وویل: د پولیسو په ځوابي بریدونو کې د وسله والو طالبانو درې مشهور قوماندانان مولوي حماد، مولوي سقراط او قوماندان منک په ګډون ۱۱ وسله وال ووژل شول، د دې تر څنګ تېره شپه هغه مهال چې وسله والو غوښتل د خپلو وژل شویو وسله والو جسدونه وباسي، پرې هوايي برید شوی چې په پایله کې یې ۳۳ تنه طالبان وژل شوي دي چې مجموعي شمېر يې ۴۴ تنه کېږي.

د پکتیکا د والي ویاند وایي، په دې جګړه کې له وسله والو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې او څو موټرسایکلونه هم افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.

زیار خان یاد په دې نښتو کې د دوو افغان سرتېرو د ټپي کېدو خبره وکړه.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.