د کرملین سیاسي مخالفین او د مسکو چارواکي د پلازمېنې په سړکونو کې له اجازې پرته مظاهرو ته چمتووالی نیسي.
روسي چارواکو د ښاري شورا د انتخاباتو لپاره پر هغو سیاسي کاندیدانو چې د کرملین د تأیید وړ نه دي، فشارونه ډېر کړي دي.
سره له دې چې د کرملین یو عمده مخالف الیکسي ناوالني په حبس کې دی، خو د مظاهرو تنظیموونکو ژمنه کړې چې نن د مسکو سړکونو ته راوځي.
دوی وړاندوینه کړې چې په نننیو مظاهرو کې به دخلکو ګډون د تېرې اوونۍ تر مظاهرو ډېر وي.
په هغو مظاهرو کې تر شلو زرو ډېرو کسانو ګډون درلود.
الکسي ناوالني چې د چهارشنبې په ورځ د قدم وهلو لپاره له خپل اپارتمانه بهر وتلی و، ونیول شو او د دې کبله د دېرشو ورځو لپاره حبس شو چې خلک یې د اجازې پرته مظاهرو ته رابللي وو.