ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې د سولې د عالي شورا دارالانشاء لغوه کړه

د سولې عالي شورا نښان

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د یوه فرمان له مخې د سولې د عالي شورا دارالانشاء لغوه کړه.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وړاندې خبریالانو ته د سولې شورا د لغوه کېدو ویلي وو، خو وروسته یې پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل چې دغه فرمان یوازې د سولې شورا د دارالانشاء د لغوې په اړه دی.

ښاغلي صدیقي ویلي وو چې له دې وروسته به د دارالانشاء چارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت پرمخ وړي.

د سولې شورا له څه مودې راهیسې تر نیوکو لاندې وه چې ګوندې په لسو کالو کې یې د سولې په برخه کې داسې کومه لاسته راوړنه نه لرله.

افغان حکومت څه موده مخکې د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ چې سلام رحیمي یې د دغه وزارت وزیر ونوماوه.